ایکناخبری اژانس د ایران پریس له قوله راپورراکړ،د محرم الحرام په درشل کې د روسیې په ماسکو کې اسلامی مرکز،د روسیې دعمومي روحانیونو او مبلغانو د پنځمې کلنۍ ناستې او هم د اسلامی وحدت کنفرانس پشمول په یوه وخت د دوو کنفرانسونو کوربه ؤ.
په دغه سیمنار کې چې د ماسکو د اسلامی مرکز ،داهل بیت(ع) دنړیوالې ټولنې او د جامعه المصطفی العالمیه په ملګرتیا سره ترسره شوؤ،شیعه سني عالمانو،مذهبی مبلغانو، دروسیې داهل بیت د مینه والو ټولنو او مذهبی تنظیمونو غړو،داسلامی نړۍ د اتحاد او د ورورولۍ د روح د پیاوړتیاپه ضرورت ټينګار کړی دی.
په روسیې کې د اهل بیت د مینه والو او دیني تنظمینونو له ظرفیّت سره بلدتیا، ددیني او مذهبی فعالیتونو د ښو رودو په باب د تجروبو مبادله ، په روسیې کې د اهل بیت علیهم السلام د ممینه والو دفعالیتونو دترټولو وروستیو شرائطو ارزول او په روسیې کې د مسلمانو ټولنو د تشکیل زمینه جوړونې، د روسیې د روحانیونو او مبلغانو د پنځمې ناستې ترټولو مهمې موخې وې .
دغه غونډه د اهل بیت(ع) دنړیوالې ټولنې دعمومی منشي حجةالاسلام رمضاني په وینا سره پیل شوه او په دوام کې په روسیې کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر کاظم جلالي ، او څو نورو روحانیونو او مسئولانو هم پکې ګډون وکړ او پخپلو ویناؤ کې ئې د شیعه اوسني مسلمانانو د یووالي او ورورلۍ د پيوندونو دپياوړتیا لپاره پر هڅې او اقداماتو ټينګار وکړ.